د تازه راغلیو خلکو لپاره د سویډن د ښوونې او روزنې سېستم

skolverket.se

لېسه

د ۱۶ نه تر ۲۰ کالو په عمر ځوانانو لپاره

nyanlanda-gymnasieskola-01.jpg


لېسه څه ته واېي؟

لېسه د ښوونځي یوه د خپلې خوښې او وړیا بڼه ده چې ځلمي او پیغلې کولای شي د منځني ښوونځي څخه فراغت نه وروسته دا دوره ترسره کړي. په لېسه کې عمومي رشتې، پیلیزې رشتې او هغه رشتې چې د عمومي رشتو جوړښت سره توپیر لري، شتون لري.

په لېسه کې ټول ټال ۹ عمومي رشتې شتون لري. هر پروګرام ۳ کاله دوام کوي.

د لېسې بېلابېلې رشتې یا خو د مسلکي رشتو او یا د لوړو زده کړو لپاره د چمتووالي رشتو څخه عبارت وي.

یو مسلکي رشته کیدای شي د لېسې مسلکي (شاګردۍ) زده کړې په څیر هم ترسره شي.

سربېره پر دې د هغو زده کوونکو لپاره چې یوې عمومي رشتې ته نه وي بریالي شوي، پنځه عدد پیلیزې رشتې هم شتون لري. د پیلیزو رشتو څخه یو هم د لیسې څخه فراغت نه ورکوي بلکه موخه یې دا وي چې د دې په پاې کې عمومي رشته پیل شي.

د ژبې پیلیز پروګرام د هغو ځوانانو او پېغلو لپاره خاص دی څوک چې تازه سویډن ته راغلي وي. د دې دورې ډیری پام په سویډني ژبې باندې وي ترڅو زده کوونکي په راتلونکي کې یو بل پروګرام یا بل تعلیم ته واوړي. د نوموړي پروګرام په چوکاټ کې زده کړو ته د زده کوونکي پوهې ته په پام سره ترتیب او سمون ورکول کیږي.

 

مسلکي رشتې 

  • د کوچنیانو او د ساعت تیرۍ رشته
  • د ساختمان او تاسیساتو رشته
  • د برېښنا او انرژۍ رشته
  • د اتومیخانیک او ترانسپورت رشته
  • د تجارت او اداري چارو رشته
  • د لاسي صنایعو رشته
  • د هوټل او سیاحت رشته
  • د صنعتي تخنیک رشته
  • د زراعت رشته
  • د رستوران او خوراکي توکو رشته
  • د تودوخې، هواکشۍ او تنظیف او ساختمان رشته
  • د روغتیا او پاملرنې رشته


پوهنتون ته د چمتووالي رشتې

  • د اقتصاد رشته
  • هنري رشته
  • د بشرې پوهنې رشته
  • د طبیعي علومو رشته
  • د اجتماعي علومو رشته
  • د تخنیک رشته

Utbildningsinfo.se

لېسه کې کوم کسان ونډه اخلي؟

لېسه د ۱۶ نه نیولې د ۲۰ کالو په عمر ځوانانو او پېغلو لپاره ده. د ۲۰ کالو عمر ته رسېدو څخه وروسته د غټانو د لیسې زده کړه ترسره کولو امکان هم شتون لري.

هغه زده کوونکي چې په سویډني، سویډني د دوهمې ژبې په حیٍث، انګلیسي او ریاضي او ورسره په پنځو نورو مضامینو کې د بریالیتوب نمرې لري د یوې مسلکي رشتې غوره کولو حق لري. هغه زده کوونکي چې په سویډني، سویډني د دوهمې ژبې په حیٍث، انګلیسي او ریاضي او ورسره په ۹ نورو مضامینو کې د بریالیتوب نمرې لري د لوړو زده کړو د چمتووالي رشته غوره کولو حق لري.

نمرې څرنګه ورکول کېږي؟

د نمرو ۶ درجې یانې A, B, C, D, E پلی کیږې. د A نه E پورې د بریالیتوب نمرې دي او F د ناکامۍ مانا لري. د هر مضمون او د لېسې پایلیک څخه وروسته نمرې تطبیقیږي. یو زده کونکي په خپلو ټولو مضامینو او د لېسې پایلیک کې نمرې ترلاسه کولو څخه وروسته وروستۍ یا نهایی نمرې ترلاسه کوي.

که چیرې یو زده کونکي خورا ډیره غیرحاضري درلودلې وي او د زده کونکي د پوهې ارزونه نه ترسره کېدو له امله د نمرو پلې کېدل امکان ونلري نو د نمرو په جدول کې یوه کرښه (-) راښکل کیږي. خو د دې په پرتله د F درجه او کرښه په ځانګړي لومړني ښوونځي او ځانګړې لېسه کې نه پلی کېږي.

د لېسې د پروګرامونو غوره کول

په دې فیلم کې د لېسې په اړه نور مالومات او پوښتنو ته ځواب وړاندې کېږي.