د تازه راغلیو خلکو لپاره د سویډن د ښوونې او روزنې سېستم

skolverket.se

ځانګړی لېسه

د ۱۶ نه تر ۲۰ کالو په عمر د عقلي ودې اختلال لرونکو ځوانانو لپاره

nyanlanda-gymnasiesarskola-01.jpg

ځانګړې لېسه څه مانا لري؟

ځانګړې لېسه د ښوونځي یوه د خپلې خوښې او وړیا بڼه ده چې د عقلي ودې اختلال لرونکي زده کوونکي کولای شي د ځانګړي لومړني او منځني ښوونځي څخه فراغت نه وروسته دا دوره تېره کړي.  

ځانګړې لېسه کې ملي او انفرادي رشتې شاملې وي. ټول ټال ۹ ملي رشتې شتون لري. هره رشته ۴ کاله دوام لري او د ځانګړې لېسې مشترک مضمونونو، د رشتې مشترک مضمونونو، د رشتې ژوره زده کړه او د ځانګړې لېسې پایلیک څخه عبارت وي.

ملي رشتې په ځانګړې توګه د مسلکي چمتووالي بڼه لري. یوه ملي رشته کیدای شي حتی د لېسې مسلکي زده کړې په څیر ترسره شي.

انفرادي پروګرامونه د هغو زده کوونکو لپاره دي څوک چې په ملي رشته کې ونډه نشي اخیستلای. هره رشته ۴ کاله دوام لري او بېلابېلې څانګې لري.

دا څانګې په لاندې ډول دي:

  • طبیعت او چاپېریال
  • ټولنه او فرد
  • د کور او صارف اقتصادي علوم
  • ژبه او اړیکه
  • بدني روزنه او روغتیا
  • هنري فعالیتونه

په انفرادي رشته کې حتی ازمیښتي کار هم امکان لري شامل وي.

ځانګړې لېسه کې کوم کسان ونډه اخلي؟

ځانګړې لېسه د ۱۶ څخه نیولې د ۲۰ کالو ځوانانو لپاره ده څوک چې د عقلي ودې اختلال باندې اخته وي او د عادي لېسې اهدافو ته رسیدګی نشي کولای. د ۲۰ کالو عمر ته رسېدو څخه وروسته د غټانو ځانګړې زده کړه ترسره کولو امکان هم شتون لري.

ارزونه او د نمرو تطبیق څنګه ترسره کېږي؟

زده کوونکي د هر سمستر درسې دورې بشپړیدو څخه وروسته نمرې ترلاسه کوي. په هره درسي دوره کې درسي معیارونه شتون لري چې باید زده کوونکي یې پوره کړي. د انفرادې رشتو څانګو کې نمرې نه ورکول کېږي. د دې پر ځای د زده کوونکي پوهه د معیارونو له مخې ارزیابي کېږي.

د نمرو ۵ درجې A, B, C, D, E پلی کیږې. تر ټولو لوړه درجه A ده او ترټولو ټیټه درجه Eده. که چیری زده کوونکی د E درجې په معیار پوره ونخیژي نو هیڅ نمرې نه ورکول کیږي.